دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۳:۳۷
د مطلب کود : 299893
د کابل په لویدیځ کې د تیره شپه د اورلګیدنې له ځای څخه له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې رئیس لیدنه
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي چې د دې ادارې مشر نن سهار د کابل په قلعه حیدرخان سیمه کې د اور لګېدنې له سیمې لیدنه وکړه او ویلي یې دي چې د مسؤل ټیم ​​له لوري تر بشپړې څېړنې وروسته، عامو خلکو ته به د اور لګېدنې د څرنګوالی په اړه خبر ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه د لړم ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دې ادارې مشر نن سهار د اور لګېدنې ځای ته تللی دی.

دغه دفتر وايي چې د طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر، ملا نورالدین ترابي د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخان په سیمه کې د اورلګېدنې له ځای څخه لیدنه وکړه او د اور لګېدنې له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي ترابي د پېښې قربانیانو ته د تسلیت ترڅنګ ويلي دي چې مختلطو ټیمونه په ساحه کې موجود دي او د سروې او څیړنې وروسته د اور لګیدنې د څرنګوالي په اړه، به لازم تصمیم ونیول شي.

د دغه دفتر چارواکو ويلي دي چې له پېښې وروسته د اور وژنې ډلې د پېښې په لومړیو ساعتونو کې سیمې ته ورسېدې او د اور د خپریدو مخه ونیوله او همدارنګه د دې پېښې قربانیان د اور وژنې ګډو ټیمونو او د طبیعي پیښو سره د چمتووالي ملي ادارې مشر څخه د ستاینې په ترڅ کې، په دې برخه کې د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز دغه خبرپاڼه دا خبر ورکوي چې د دغې اورلګېدنې په پایله کې ځاني او ډېرې مالي زیانونه اوښتي دي چې تفصیلي راپور به یې له بشپړې ارزونې وروسته شریک شي.

د یادولو وړ ده چې د ګازو د ټانکرو ټوټې د اورلګېدنې شاوخوا دوه کیلومتره لرې وغورځول شول چې د سیمې خلکو ته یې زیان رسولی دی او دغه راز له دغې اورلګېدنې څخه څو سوه مترو پورې د دکانونو او د خلکو د کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
https://avapress.net/vdcf11d0mw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته