دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 300165
په بامیان کې له ۳۱۶ کورنیو سره نغدي مرسته وویشل شوه
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په بامیان ولایت کې د کډوالو، یتیمانو او معلولینو په ګډون ۳۱۶ کورنیو ته نغدي مرستې وویشل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) پرون (چهارشنبه، د لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل) په بامیان ولایت کې د کډوالو، یتیمانو او معلولینو په ګډون پر ۳۱۶ کورنیو نغدي مرستې وویشل.
د باميان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد طاهر شاکر وويل، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) هرې اړمنو کورنيو ته ٢٢٢٠٠ افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه مرستې د ژمنيو اړتياوو د برابرولو او له يادو کورنيو سره د ستونزو پر وړاندې د مرستې په موخه وېشل شوې دي.
يو شمېر هغه کسان چې مرستې يې ترلاسه کړې وايي، د مرستو په وېش سره به له دوى سره د ژمنيو اړتياوو په برابرولو کې مرسته وشي.
https://avapress.net/vdcaiwnem49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته