دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 300101
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شو
په امریکا کې ځینو خبري سرچینو اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې خپل ډیموکراټ سیال ته په ماتې ورکولو بریالی شو او د انتخاباتي رایو د اړتیا وړ نصاب په ترلاسه کولو سره سپینې ماڼۍ ته لاره ومونده.
افغان غږ خبری آژانس: د دغو سرچینو په وینا، دغه بریا په هغو مهمو ایالتونو کې له بریالیتوب وروسته ترلاسه شوه چې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې یې پرېکنده رول ولوباوه.
ټرمپ د ۲۷۷ ټاکنیزو رایو په ګټلو سره د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه معرفي شو.

په همدې حال کې د ټاکنیزو رایو د رسمي شمېرو له مخې چې تر اوسه خپره شوې، ډونالډ ټرمپ د 267 ټاکنیزو رایو په مقابل کې د هاریس د ۲۱۴ رایو په ترلاسه کولو مخکې دی.
موږ باید د دې ټاکنو وروستۍ پایلې په رسمي توګه تر اعلان پورې انتظار وباسو.
د ډیموکراټانو سره تړلې امریکايي شبکې CNN هم په پنسلوانیا ایالت کې د ټرمپ د بریا وړاندوینه کړې ده.
د CNN په وینا، ټرمپ په پنسلوانیا کې د ۱۹ الکترال رایو ګټلو سره 265 انتخاباتي رایې ګټلي او د ګټلو لپاره 5 ټاکنیزو رایو ته اړتیا لري.
د پنسلوانیا ایالت د ۱۹ ټاکنیزو رایو په لرلو سره د اوو پرېکنده ایالتونو په منځ کې تر ټولو مهم کلیدي ایالت دی، چې په ۲۰۲۰ کال کې بایډن یوازې د شاوخوا ۸۰ زره زیاتو رایو په ګټلو بریالی شو.

تر دې مخکې ډونلډ ټرمپ په حقیقت ټولنیزه شبکه کې د یوه پوسټ په خپرولو سره په فلاډلفیا کې د پراخې درغلۍ ادعا کړې وه.
https://avapress.net/vdcawwne649nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته