دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 299770
مالدیف د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو لېوالتیا
په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په پاکستان کې د مالدیف سفیر له خپل افغان سیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې جوړې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د مالدیف له سفیر محمد طه سره وکتل.
محمد طه وويل چې هېواد يې غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسيا سره سوداګريزې او ترانزيټي اړيکې ټينګې کړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر دا هم ویلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکې غواړي او هڅه کوي، چې افغانستان د اقتصادي سیاستونو په مرسته د سیمې د نښلولو په نقطه بدل کړي.
د کارپوهانو په اند په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت د اقتصاد په برخه کې بهرنۍ تګلاره بریالۍ ده او بېلابېل هېوادونه له افغانستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لري.
https://avapress.net/vdcjahe8yuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته