دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 300129
په تل ابیب کې د حزب الله توغندیز برید / یو توغندی د بن ګوریون هوایی ډګر ته نږدې لګیدلی
د صهیونیسټي رسنیو د راپورونو له مخې، په څو دقیقو کې پر تل ابیب لږ تر لږه ۱۱ توغندي وتوغول شول. ویل شوي، چې یو راکټ د تل ابیب هوايي ډګر ته څېرمه لګېدلی او زیان یې اړولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټی رژیم د رسنیو په حواله، په تیرو څو دقیقو کښې په تل ابیب باندې لږ تر لږه ۱۱ توغندی وتوغول شول.
د سپوتنیک د راپور پر بنسټ، د لومړي ځل لپاره د تل ابیب پر هوايي ډګر لږ تر لږه یو توغندی وتوغول شو او بل توغندی د ال لادین هوايي ډګر ته څېرمه ولګېد.
دصهیونیسټ رژیم رسنیو په دغه هوایی ډګر د راکټ له لګیدو وروسته د بن ګوریون په هوایی ډګر کښې د هوایی ټرانسپورټ د ځنډولو خبر ورکړی دی .
د خپرو شویو انځورونو له مخې، د راکټ د لګېدو ځای ته څېرمه ولاړو یو شمېر موټرو ته هم زیان اوښتی دی.
https://avapress.net/vdcauwneo49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته