افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دایکنډي ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د وروستیو سیلابونو له امله پر ۴۰۰ کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
ويل شوي دي چې دغه مرستې د پشتو او شهرستان ولسواليو په زيانمنو شويو کسانو ويشل شوي دي.
د چارواكو په وينا، هرې كورنۍ ته يوه ۵۰ كيلويي بورۍ اوړه او ۲۵ كيلو ګرامه وريجې هم ووېشل شوې.