د دايکنډي ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رياست په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له ۴۰۰ زيانمنو شويو کورنيو سره خوراکي توکي ووېشل.
په دایکندي ولایت کې سیلاب ځپلو ته د خوراکي توکو ویش
12 عقرب 1403 ساعت 15:06
د دايکنډي ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رياست په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله له ۴۰۰ زيانمنو شويو کورنيو سره خوراکي توکي ووېشل.
آوا - بامیان: د دایکنډي ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې د وروستیو سیلابونو له امله پر ۴۰۰ کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
ويل شوي دي چې دغه مرستې د پشتو او شهرستان ولسواليو په زيانمنو شويو کسانو ويشل شوي دي.
د چارواكو په وينا، هرې كورنۍ ته يوه ۵۰ كيلويي بورۍ اوړه او ۲۵ كيلو ګرامه وريجې هم ووېشل شوې.
د مطلب کود: 299799