دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 300140
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د ۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال مطبوعاتي دفتر د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د څه باندې ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د زېربناوو، د کلیو پراختیا، ترانسپورت، روغتیا، برېښنا، د اوبو مدیریت، کرنې او مخابراتو په برخو کې دي.

ويل کيږي چې دغه پروژې داسلامي امارت له خوا په بيلابيلو ولايتونو کې پلې شوې وې.

په همدې حال کې د سرپرست حکومت عمومي پالیسي د هېواد پر اقتصادي پراختیا او له نړۍ سره پر ښو اړیکو متمرکزه شوې ده.
https://avapress.net/vdcdoz0szyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته