د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د ۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې
16 عقرب 1403 ساعت 16:11
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د ۸۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال مطبوعاتي دفتر د ملي تدارکاتو کمېسیون له جوړېدو راهیسې تر اوسه د څه باندې ۸۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۹۰ بېلابېلې پروژې منظورې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د زېربناوو، د کلیو پراختیا، ترانسپورت، روغتیا، برېښنا، د اوبو مدیریت، کرنې او مخابراتو په برخو کې دي.
ويل کيږي چې دغه پروژې داسلامي امارت له خوا په بيلابيلو ولايتونو کې پلې شوې وې.
په همدې حال کې د سرپرست حکومت عمومي پالیسي د هېواد پر اقتصادي پراختیا او له نړۍ سره پر ښو اړیکو متمرکزه شوې ده.
د مطلب کود: 300140