افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په درېیو ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې سبا (پنجشنبه، عقرب ۱۷) په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د باران او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په دغو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د هېواد ډېرى ولايتونه د سختو بارانونو او ويجاړوونکو سېلابونو شاهد وو.