دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 300092
د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو دوام
د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه، ۱۶ عقرب) اعلان وکړ، چې پر دغه هیواد د صهیونیسټانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په بریدونو کې ۷۲ تنه شهیدان او ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان په مختلفو سیمو باندې د صهیونیسټی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او وحشیانه حملو په دوام سره، د دغه هیواد حکومت د قربانیانو د شمیر د زیاتیدو اعلان وکړ.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت نن سهار اعلان وکړ چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د صهیونیسټانو په حملو کښې ۱۱ تنه شهیدان او ۶۱ نور ژوبل شول.
"الجزیرې" چینل د دغه وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د تېر کال د اکټوبر میاشتې په اتمه نېټه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو د نیواکګرو د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو شمېر ۳۰۱۳ تنه شهیدان او ۱۳۵۵۳ نور ټپیان شوي دي.
https://avapress.net/vdcjhyet8uqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته