دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۵۸
د مطلب کود : 300158
په هسپانیا کې د سیلاب بحران؛ ۸۹ کسان لا هم ورک دي
د هسپانیا په والنسیا کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۹ کسان لا هم ورک دي.
افغان غږ خبری آژانس: د والنسیا سترې محکمې په یوه بیان کې اعلان کړی چې په دې شمیره کې یوازې هغه کسان شامل دي چې د کورنۍ د غړو له خوا د ورکیدو خبر ورکړل شوی او د هغوی د پیژندلو لپاره یې شخصي معلومات او بیولوژیکي نمونې هم ورکړي دي.
د هسپانیا سترې محکمې زیاته کړه چې ممکن د لادرکه خلکو ډیرې قضیې شتون ولري چې توضیحات یې ندي ثبت شوي.
په وروستیو ورځو کې داسې اوازې وې چې ۱۸۰۰ کسان لادرکه دي، خو په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز هم ویلي چې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ۱۰،۶ میلیارده یورو ځانګړي کړي دي.
د تیرې اونۍ د سختو بارانونو د سیلابونو له امله تر ۲۰۰ ډیر کسان مړه شوي دي.
د امریکايي چارواکو د رسمي اعلان له مخې په والنسیا، کاستیل لا مانچا او اندلس کې لږ تر لږه ۲۱۷ کسان وژل شوي، خو تر اوسه یوازې ۱۳۳ کسان پېژندل شوي دي.
https://avapress.net/vdccpxq142bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته