کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هسپانیا کې د سیلاب بحران؛ ۸۹ کسان لا هم ورک دي

16 عقرب 1403 ساعت 20:58

د هسپانیا په والنسیا کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د دغه هېواد په ختیځ کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۸۹ کسان لا هم ورک دي.


آوا: د والنسیا سترې محکمې په یوه بیان کې اعلان کړی چې په دې شمیره کې یوازې هغه کسان شامل دي چې د کورنۍ د غړو له خوا د ورکیدو خبر ورکړل شوی او د هغوی د پیژندلو لپاره یې شخصي معلومات او بیولوژیکي نمونې هم ورکړي دي.
د هسپانیا سترې محکمې زیاته کړه چې ممکن د لادرکه خلکو ډیرې قضیې شتون ولري چې توضیحات یې ندي ثبت شوي.
په وروستیو ورځو کې داسې اوازې وې چې ۱۸۰۰ کسان لادرکه دي، خو په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
د هسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز هم ویلي چې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ۱۰،۶ میلیارده یورو ځانګړي کړي دي.
د تیرې اونۍ د سختو بارانونو د سیلابونو له امله تر ۲۰۰ ډیر کسان مړه شوي دي.
د امریکايي چارواکو د رسمي اعلان له مخې په والنسیا، کاستیل لا مانچا او اندلس کې لږ تر لږه ۲۱۷ کسان وژل شوي، خو تر اوسه یوازې ۱۳۳ کسان پېژندل شوي دي.


د مطلب کود: 300158

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300158/په-هسپانیا-کې-د-سیلاب-بحران-۸۹-کسان-لا-هم-ورک-دي

آوا
  https://www.avapress.net