دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۴
د مطلب کود : 300121
له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۲۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستانه شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۲۰۰ افغان کورنیو د راستنېدو خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د ننګرهار، سپین بولدک، نیمروز ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارې ۱۹۸ افغان کورنۍ له پاکستان او ایرانه راکډه شوې دي خپل هیواد ته راستانه شول.

د چارواکو په وینا له دغو کورنیو سره اسلامي امارت مرسته کړې او د نورو مرستو په موخه یې کورنیو او نړیوالو مرستندویه ادارو ته معرفي کړي دي.

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري او داوطلبانه شړلو لړۍ روانه ده او تر اوسه سلګونه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت چارواکو ژمنه کړې چې تازه راستانه شوو کډوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.
https://avapress.net/vdccixq1s2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته