دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 299773
د پاکستان له زندانونو نه ۹ تنه افغان بندیان خوشې شول
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو ۹ تنه افغان بندیان خوشې شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان په اسلام اباد کې د اسلامی امارت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د پرله پسې هڅو په پایله کې د دغه ولایت له بېلابېلو زندانونو څخه ۹ تنه بندیان ازاد شول. سنده او د چمن – سپین بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شوه

په دغو کسانو کې دوه یې د کراچۍ د ملیر زندان او اووه نور یې د حیدراباد، خیرپور، سیکر او لاڑکانې په زندانونو کې دي، سره له دې چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله یې د بند موده تېره کړې وه په يادو شويو زندانونو کې چې د افغانستان د جنرال قونسل په هلو ځلو پرون له بند څخه آزاد او هېواد ته ولېږدول شول.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې د دغو بندیانو د لېږد لګښت، چې د موټر کرایه، خوراکي توکي، د زندان جریمې او د مدافع وکیل د استفادې لګښتونه په کې شامل دي، په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د استوګنې له اسنادو پرته افغان کډوال توقيف او شړلي دي.
https://avapress.net/vdccmoqi12bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته