دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 300112
د هرات والي له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت والي په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي قونسل سره په کتنه کې له تهران سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په هرات کې د ایران نوي قونسل جنرال د دغه ولایت له والي مولانا اسلام جار سره د لیدنې خبر ورکړی. 

په هرات کې د ایران داسلامي جمهوریت نوي قونسل علي رضا مرحمتي په دغه تعارفي غونډه کښې له سیمه ایزې ادارې سره په مختلفو برخو کښې د لازیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د هرات والي مولانا اسلامجر د ايران نوي قونسل ته په نوې دنده کې د برياليتوب هيله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په ټولو ترانزيټي او سوداګريزو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

باید وویل شي، چې ایران او افغانستان د اقتصاد، سیاست او کلتور په ګډون په بېلابېلو برخو کې نږدې همکاري لري.
https://avapress.net/vdccsxq1i2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته