کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات والي له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

16 عقرب 1403 ساعت 13:36

د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت والي په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت له نوي قونسل سره په کتنه کې له تهران سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.


آوا - کابل: د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې په هرات کې د ایران نوي قونسل جنرال د دغه ولایت له والي مولانا اسلام جار سره د لیدنې خبر ورکړی. 

په هرات کې د ایران داسلامي جمهوریت نوي قونسل علي رضا مرحمتي په دغه تعارفي غونډه کښې له سیمه ایزې ادارې سره په مختلفو برخو کښې د لازیاتو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

د هرات والي مولانا اسلامجر د ايران نوي قونسل ته په نوې دنده کې د برياليتوب هيله وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په ټولو ترانزيټي او سوداګريزو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ.

باید وویل شي، چې ایران او افغانستان د اقتصاد، سیاست او کلتور په ګډون په بېلابېلو برخو کې نږدې همکاري لري.


د مطلب کود: 300112

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300112/د-هرات-والي-له-ایران-سره-دوه-اړخیزو-همکاریو-پر-پراختیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net