افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د کرنې او اوبو لګولو ریاست ویاند محمد حنیف حقمل د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د اوبو د انتقال د بند د جوړولو کار پیل کړی دی.
د هغه په وينا، دغه بند د ١٧ ميليونه افغانيو په ارزښت د چهاربندې په سيمه کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، دغه بند به د ٧١ مترو په اوږدوالي، پنځه متره پلنوالى او پنځلس متره لوړوالى ولري، چې په يو وخت کې به د سلګونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت ولري.
دی وايي، د دغه بند په جوړېدو سره به د خلکو د کورونو او کروندو د ساتنې ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۱ ولایتونو کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د پروژو د پلي کېدو اعلان وکړ او ویې ویل، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به ۶۷۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي