افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخیل رسنیو ته ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د شري له ۱۰ زره شکمنو پېښو څخه نږدې ۶ زره مثبتې معاینات شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله زیاتوالی ښيي.
امرخېل وويل، وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د شري د واکسين کمپاين پيل کړي، څو د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي.
واکسين کول د شري د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه لار ده.
باید وویل شي چې کله په اخته کسان تنفس کوي، ټوخی یا پرنجی کوي، د شري ویروس په اسانۍ سره خپریږي.
په دې ناروغۍ اخته یو کس کولی شي له 10 غیر واکسین شوي خلکو څخه 9 یې په ناروغۍ اخته کړي چې هغه ورسره نږدې اړیکه لري.