کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي اعلان وکړ

16 عقرب 1403 ساعت 11:19

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دغه وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د شري ناروغۍ شاوخوا شپږ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان امرخیل رسنیو ته ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د شري له ۱۰ زره شکمنو پېښو څخه نږدې ۶ زره مثبتې معاینات شوي، چې دا د ۲۰۲۳ کال په پرتله زیاتوالی ښيي. 

امرخېل وويل، وزارت په پام کې لري چې په ټول هېواد کې د شري د واکسين کمپاين پيل کړي، څو د دغې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيول شي.

واکسين کول د شري د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه لار ده.

باید وویل شي چې کله په اخته کسان تنفس کوي، ټوخی یا پرنجی کوي، د شري ویروس په اسانۍ سره خپریږي.

په دې ناروغۍ اخته یو کس کولی شي له 10 غیر واکسین شوي خلکو څخه 9 یې په ناروغۍ اخته کړي چې هغه ورسره نږدې اړیکه لري.


د مطلب کود: 300093

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300093/د-افغانستان-عامې-روغتیا-وزارت-په-کې-شري-ناروغۍ-زیاتوالي-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net