دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 299872
په بدخشان کې په وسلو او موټرسایکلونو سمبال د ۱۰۰ امنیتي منسوبینو د یوې ډلې جوړول
د کورنیو چارو وزارت په بدخشان ولایت کې د لا زیات امنیت د ټینګښت په موخه په وسلو او موټرسایکلونو سمبال ۱۰۰ کسیزه ډله اعلان کړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي دغه ۱۰۰ کسیزه ډله په موټرسایکلونو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمباله ده او د جرمونو د مخنیوي لپاره یې ۲۴ ساعته کار پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه ډله به د فیض اباد ښار او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې په امنیتي برخو کې فعاله وي.

څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډله فعالوي.
https://avapress.net/vdccmoqii2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته