د کورنیو چارو وزارت په بدخشان ولایت کې د لا زیات امنیت د ټینګښت په موخه په وسلو او موټرسایکلونو سمبال ۱۰۰ کسیزه ډله اعلان کړه.
په بدخشان کې په وسلو او موټرسایکلونو سمبال د ۱۰۰ امنیتي منسوبینو د یوې ډلې جوړول
13 عقرب 1403 ساعت 15:49
د کورنیو چارو وزارت په بدخشان ولایت کې د لا زیات امنیت د ټینګښت په موخه په وسلو او موټرسایکلونو سمبال ۱۰۰ کسیزه ډله اعلان کړه.
آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع وايي دغه ۱۰۰ کسیزه ډله په موټرسایکلونو او پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمباله ده او د جرمونو د مخنیوي لپاره یې ۲۴ ساعته کار پیل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، دغه ډله به د فیض اباد ښار او د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې په امنیتي برخو کې فعاله وي.
څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دغه ډله فعالوي.
د مطلب کود: 299872