کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالدیف د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو لېوالتیا

12 عقرب 1403 ساعت 12:04

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په پاکستان کې د مالدیف سفیر له خپل افغان سیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې جوړې کړي.


آوا - کابل: په پاکستان کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب په پاکستان کې د مالدیف له سفیر محمد طه سره وکتل.
محمد طه وويل چې هېواد يې غواړي د افغانستان له لارې له منځنۍ اسيا سره سوداګريزې او ترانزيټي اړيکې ټينګې کړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر دا هم ویلي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره رغنده اړیکې غواړي او هڅه کوي، چې افغانستان د اقتصادي سیاستونو په مرسته د سیمې د نښلولو په نقطه بدل کړي.
د کارپوهانو په اند په تېرو څو کلونو کې د اسلامي امارت د اقتصاد په برخه کې بهرنۍ تګلاره بریالۍ ده او بېلابېل هېوادونه له افغانستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې لري.


د مطلب کود: 299770

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/299770/مالدیف-د-افغانستان-له-لارې-منځنۍ-اسیا-سره-سوداګریزو-اړیکو-ټینګولو-لېوالتیا

آوا
  https://www.avapress.net