دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 300177
قطر له افغان بی سرپرسته ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اعلان کړی، چې قطر په افغانستان کې له بې سرپرسته ماشومانو او ښځو او همدا راز له معلولینو سره مرسته کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال ملا عبدالرزاق اخند د قطر هېواد له سلاکار معروف القشوتي سره وکتل. 
 
د شهیدانو چارو وزارت تخنیکي مرستیال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی ته په اشارې وویل، افغانستان د تېرو جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې د ټولنې هر اړخیز ملاتړ وشي.
 
په کابل کې د قطر سفارت ژمنه وکړه چې د دغو کسانو جزئیات او احصایې به د هېواد د سرې میاشتې له ټولنې سره شریکې کړي چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه به له دوی سره لازمې مرستې وکړي.
 
د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د تېرو شلو کلونو جګړو بې شمېره ښځې او ماشومان بې سرپرسته ژوندي پرېښي دي.
https://avapress.net/vdcd5z0s5yt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته