کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قطر له افغان بی سرپرسته ښځو او ماشومانو سره مرسته کوي

17 عقرب 1403 ساعت 11:53

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت اعلان کړی، چې قطر په افغانستان کې له بې سرپرسته ماشومانو او ښځو او همدا راز له معلولینو سره مرسته کوي.


آوا - کابل: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال ملا عبدالرزاق اخند د قطر هېواد له سلاکار معروف القشوتي سره وکتل. 
 
د شهیدانو چارو وزارت تخنیکي مرستیال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی ته په اشارې وویل، افغانستان د تېرو جګړو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده چې په دې برخه کې د ټولنې هر اړخیز ملاتړ وشي.
 
په کابل کې د قطر سفارت ژمنه وکړه چې د دغو کسانو جزئیات او احصایې به د هېواد د سرې میاشتې له ټولنې سره شریکې کړي چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه به له دوی سره لازمې مرستې وکړي.
 
د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د تېرو شلو کلونو جګړو بې شمېره ښځې او ماشومان بې سرپرسته ژوندي پرېښي دي.


د مطلب کود: 300177

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300177/قطر-له-افغان-بی-سرپرسته-ښځو-او-ماشومانو-سره-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.net