افغان غږ خبری آژانس - کابل: د الاقصی طوفان عملیاتو ۴۰۰مه ورځ په نږدې کیدو سره او همدارنګه هغه جنایتونه چې صهیونیسټ رژیم په دې موده کښې د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په خلاف ترسره کړی دی؛ د هېواد یو شمېر اتباعو د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره د مرکې پرمهال وايي چې د نړۍ ټول مسلمانان باید د دې نسل وژنې پر وړاندې ودرېږي او د فلسطین او لبنان د مسلمانانو هر څومره چې په وس کې وي ملاتړ وکړي.
په کابل کې د درمل جوړولو د یوه شرکت کارکوونکی، ډاکټر اورنګزیب محمدي د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د غزې له مظلومو مسلمانانو سره د افغان ولس د ملاتړ په اړه وویل: تر ټولو اساسي دلیل یې دا دی چې دوی مسلمانان دي او هر مسلمان باید د خپل مسلمان ورور ملاتړ وکړي.
هغه په دې ټینګار سره چې که څه هم د افغانستان خلک د فلسطین او لبنان د خلکو د ملاتړ لپاره دومره مالي توان نه لري، زیاته کړه چې موږ باید د رسنیو په فعالیتونو کې د هغوی د ملاتړ لپاره محتوا تولید کړو.
د درمل جوړولو په برخه کې دغه متخصص همداراز په دې خبره ټینګار وکړ چې نه یوازې خلک، بلکې د افغانستان رسنیز بنسټونه هم باید د فلسطین او لبنان مسلو ته د انعکاس په برخه کې په جدي توګه د غزې او لبنان د مسلمانو وروڼو له مظلومیت څخه دفاع وکړي او د بېلابېلو مطالبو په خپرولو سره خپله خواشیني څرګنده کړي او د غاصب صهیونیسټي رژیم دغه کړنې وغندي.
هغه په دې خبرې سره چې د افغانستان خلک باید د غزې او لبنان د مسلمانانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړي، وویل چې باید ټینګار وشي چې دغه خلک هم د فلسطین او لبنان له مظلومانو سره دي.
ښاغلي اورنګزېب پر ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه پر مسلمانانو غږ وکړ چې د صهیونیسټي رژیم د هغو جنایتونو مخه ونیسي چې هره ورځ ماشومان، ښځې او بې ګناه خلک وژني.
هغه په فلسطین کښې د غزې د کډوالو ګډوډ حالت ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ د نړۍ له ټولو اسلامي او مسلمانو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې د صهيونيسټ رژيم د اقتصادي بنسټونو د کمزوري کولو لپاره له خپلو سوداګريزو مالونو څخه کار واخلي او د دغه وينه تويونکي رژيم ټول اجناسو بند کړي او په بشپړه توګه ورسره سوداګري بنده کړي. هغه همدرانګه ټینګار وکړ چې ټول اسلامی هیوادونه باید له صهیونیسټ رژیم سره اړیکې پرې کړی او بایکاټ وکړي.
په دې ترڅ کې په بدخشان ولایت کې د قرآن کریم حافظ، قاري عبدالمعروف راسخ د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: د مسلمان ورور سره د مرستې او همکارۍ په اړه په قرآن کریم کې ډېر آیتونه راغلي دي.
هغه په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه په بشپړه توګه د شریعت او انسانیت خلاف عمل وباله او د هیواد له خلکو یې وغوښتل چې د غزې د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ کښې د هرډول خواخوږۍ مراتب څرګند کړی.
د قرآن کریم دغه حافظ همداراز په دې خبره ټینګار وکړ چې که موږ مالي مرستې کولی شو، موږ باید د غزې او لبنان خلکو ته مالي مرستې ورکړو مګر که موږ دا نشو کولی، موږ باید د رسنیو له لارې ملاتړ او دوی ته دعا وکړو.
هغه د صهیونیسټانو د تجارتی اجناسو او یا ځینې اجناسو چی له صهیونیسټي شرکتونو سره تړاو لري د هغوی د استعمال په اړه وویل: د صهیونیسټي اشغالګر رژیم له تولیداتو څخه استفاده په بشپړه توګه غلطه ده.
همدرانګه له بلې خوا سید حبیب سجادي، د کابل د لویدیځ یو تن اوسیدونکی د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره د مرکې پر مهال د غزې او لبنان د خلکو د مظلومیت په اړه د اسلامی ټولنې مسوولیتونو ته په اشارې سره وویل: که د غاصب رژیم پر وړاندې نظامي او فزیکي حضور ممکن نه دی، موږ مسلمانان کولای شو د فلسطین او لبنان له مسلمانانو سره مالي مرسته وکړو.
هغه له صهیونیسټ رژیم سره د ځینو اسلامی هیوادونو اړیکو ته په اشارې سره زیاته کړه: ترکيه، سعودي عربستان او يو شمېر نور عربي هېوادونه د دې پر ځای چې د غزې له مسلمانانو سره مرسته وکړي، دوی د اسراییلو د اشغالګر رژیم ملاتړ کوي.
ښاغلي سجادي د نړۍ له مسلمانانو څخه وغوښتل چې د دغو ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې نه شي او د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو د لا زیاتو وژلو مخه ونیسي.
باید وویل شي چې د هیواد اوسیدونکو له اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې د غزې د مظلومو خلکو ملاتړ وکړي او هر څومره چې په وس کې وي له هغوی سره همکاري وکړي.