افغان غږ خبری آژانس: په اسپانیا کې د توفان او سیلابونو له امله د مړو شمیر تر ۲۰۰ تنو اوښتی، چې ډیری یې په والنسیا سیمه کې وژل شوي دي د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پلونو د ویجاړېدو او د لارو د بندېدو لامل شو او ډېری خلک د څښاک اوبو او خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري او په کورونو کې برېښنا پرې شوې ده.
د هسپانیا په شمال ختیځ او سویل کې، د هوا خبرداری د یکشنبې تر ورځې پورې دوام لري، او په بالیریک ټاپو کې د نوي طوفان خبرداری خپور شوی.
په مادرید کې پر مرکزي حکومت نیوکه شوې چې سیلاب ځپلو سیمو ته یې ژر پوځ نه دی استولی او د فرانسې وړاندیز یې رد کړی چې د ۲۰۰ اور وژونکو د لېږلو وړاندیز یې رد کړی دی.
تر اوسه لسګونه کسان د دوکانونو د لوټلو په تور نیول شوي دي. د سېلاب ځپلو سيمو اوسېدونکو د سېلاب له امله د ۲۵۰۰ کسانو د ورکېدو خبر ورکړی او د وانګارديا په وينا، د سېلاب له امله د ورکو شويو کسانو شمېر د ۶۰۰ کسانو په کمېدو سره ۱۹۰۰ ته رسېدلی دی.
د لادرکه شوو کسانو د زیاتې شمیرې له کبله د سیلابونو او طوفانونو د تلفاتو د زیاتیدو احتمال شته. رویټرز دغه سیلابونه د هسپانیې په عصري تاریخ کې د طوفان اړوند تر ټولو ناوړه ناورین او په اروپا کې په نیمه پیړۍ کې د طوفان اړوند تر ټولو خونړۍ پیښې بللي دي.