افغان غږ خبری آژانس - کابل: په مسقط کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې د دغه سفارت له مشر حافظ عمر او د عمان د کار وزارت له مرستیال خالد بن سالم الغامري سره کتلي دي.
د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې حافظ عمر له کوربه هېواده وغوښتل چې افغان اتباعو ته د کار ویزې صادرې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې له بلې خوا د عمان د کار د شاهي وزارت مرستیال الغامري هم افغان اتباعو ته د کاري ویزو د ورکولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او دغه اقدام یې د افغانستان او عمان ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
د يادونې وړ ده، چې د عمان دولت تر دې وړاندې هم افغان اتباعو ته د کار د پيدا کولو په موخه د کار ويزې ورکړې وې، چې په ترڅ کې يې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۱۰۰۰ د کار ويزې د دغه هېواد اتباعو ته ورکړل شوې وې.