دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 299905
د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د حزب الله توغندیز بریدونه
حزب الله نن سهار (دوشنبه د عقرب ۱۴ مه) اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د صهیونیسټي رژيم په مهم پوځي مرکز میرون او څو صهیونیسټي میشت ځایونو توغندي توغول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: حزب الله نن سهار په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ: د اسلامی مقاومت مبارزینو د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د مظلوم ولس د دفاع او د هغه د ناموس او زړور مقاومت او د لبنان د دفاع په لاره کښې د صهيونېسټ رژيم د ميرون اډې د هوايي کنټرول برخه په راکټونو بمبار کړل.

حزب الله له دې مخکې هم په جلا جلا اعلامیو کښې ویلی وو: د اسلامی مقاومت جنګیالیو د غزې په تړانګه کښې د فلسطینیانو د مقاومت او د دغه ستر او زړور مقاومت او د لبنان او د هغه د خلکو د دفاع په لړ کښې د صهیونیسټی میشتو ښارګوټو د التحشر، شال، حتسور او دفلسطین په شمالي سیمو کې دوی د خپلو توغندیزو بریدونو هدف ګرځولی دی.

حزب الله مخکې هم اعلان وکړ: د لبنان په استوګنو سیمو د صهیونیسټ رژیم د پراخې او هراړخیزې حملې په څلویښتمه ورځ د صهیونیسټی پوځیانو پرضد د مقابلې په شمول ۲۸ عملیات په مختلفو بڼو (د توغندیو، ډرون، توپخانې) ترسره شول. د خپلو پوځي هڅو د پرمختګ لپاره، د خپلو پوستو، اډو او پوځي غونډو او همدارنګه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې په میشت ځایونو باندې یې بریدونه ترسره کړي دي.
https://avapress.net/vdcjyhe8iuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته