افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چنارمنخېلو کلي کې د اوبو د غځولو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.
تمه ده چې د دغه بند په جوړېدو سره به د اوبو پر کنټرول سربېره د سېلابونو د زیانونو مخه ونیول شي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه به ترې خړوبه شي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د دغه کوچني بند پر جوړولو به د خوراک نړیوال سازمان څلور نیم میلیونه افغانۍ ولګوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بندونه جوړ شوي وو.