کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه بند د جوړولو کار پیل شو

17 عقرب 1403 ساعت 14:28

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د خوراک نړیوال سازمان له خوا د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د اوبو د غځولو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چنارمنخېلو کلي کې د اوبو د غځولو د بند د جوړولو چارې پیل شوې.
 
تمه ده چې د دغه بند په جوړېدو سره به د اوبو پر کنټرول سربېره د سېلابونو د زیانونو مخه ونیول شي او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه به ترې خړوبه شي.
 
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د دغه کوچني بند پر جوړولو به د خوراک نړیوال سازمان څلور نیم میلیونه افغانۍ ولګوي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې بندونه جوړ شوي وو.


د مطلب کود: 300199

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300199/په-کندهار-کې-د-څه-باندې-څلور-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-یوه-بند-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.net