افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د عقرب ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې د ګرځنده روغتیايي کمپونو د جوړولو او تجهیزولو پروژه.،د هیواد په لیرې پرتو سیمو او کلیوالو سیمو کې د ړندوالی د کچې د راټیټولو په موخه بې وزله خلکو ته د سترګو روغتیایی خدمات په وړیا توګه وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پروژه د اسلامي امارت د اختیاري پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي او دغه وزارت په پام کې لري چې د عقرب له ۱۹ نیټې څخه د اکټوبر تر لومړۍ نیټې پورې د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته خپل ګرځنده د سترګو روغتیایی ټیم په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال کړي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دغو روغتیايي خدمتونو کې د سترګو د 200 عملیات، د نږدې 500 جوړې عینکو ویش او د یو شمیر ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو چمتو کول شامل دي، چې له 2500 څخه تر 3000 پورې کسان په کې کار کوي