کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د سترګو ناروغانو ته وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي

17 عقرب 1403 ساعت 18:24

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په لرو پرتو او کلیوالو سیمو کې د ړوندوالي د کچې د راټیټولو په هدف دغه وزارت په پکتیکا ولایت کې بې وزله خلکو ته د سترګو د درملنې وړیا خدمات وړاندې کوي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (پنجشنبه د عقرب ۱۷) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې د ګرځنده روغتیايي کمپونو د جوړولو او تجهیزولو پروژه.،د هیواد په لیرې پرتو سیمو او کلیوالو سیمو کې د ړندوالی د کچې د راټیټولو په موخه بې وزله خلکو ته د سترګو روغتیایی خدمات په وړیا توګه وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پروژه د اسلامي امارت د اختیاري پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي او دغه وزارت په پام کې لري چې د عقرب له ۱۹ نیټې څخه د اکټوبر تر لومړۍ نیټې پورې د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته خپل ګرځنده د سترګو روغتیایی ټیم په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال کړي. 
د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دغو روغتیايي خدمتونو کې د سترګو د 200 عملیات، د نږدې 500 جوړې عینکو ویش او د یو شمیر ناروغانو لپاره د اړتیا وړ درملو چمتو کول شامل دي، چې له 2500 څخه تر 3000 پورې کسان په کې کار کوي


د مطلب کود: 300226

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300226/په-پکتیکا-کې-د-سترګو-ناروغانو-ته-وړیا-روغتیايي-خدمتونه-وړاندې-کوي

آوا
  https://www.avapress.net