دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۱
د مطلب کود : 300201
فاریاب کې د سړې خونې د جوړېدو چارې پیل شوې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د سبزیو او مېوو د سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي جان مراد وقار ویلي، چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) او د ناروې کمیټې په همکارۍ د سړې خونې د جوړولو لپاره دوه ویشت زره ډالره لګښت لري.
 
د ۵۴ متر مربع سړې خونې د لسګونه ټنو سبزیجاتو او میوو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
 
کروندګر د خپلو حاصلاتو لپاره د سړو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې کولی شي خپل حاصلات د ډېر وخت لپاره وساتي او د خرابېدو مخه يې ونيسي.
https://avapress.net/vdcbggbf8rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته