کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فاریاب کې د سړې خونې د جوړېدو چارې پیل شوې

17 عقرب 1403 ساعت 14:31

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د سبزیو او مېوو د سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي جان مراد وقار ویلي، چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) او د ناروې کمیټې په همکارۍ د سړې خونې د جوړولو لپاره دوه ویشت زره ډالره لګښت لري.
 
د ۵۴ متر مربع سړې خونې د لسګونه ټنو سبزیجاتو او میوو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
 
کروندګر د خپلو حاصلاتو لپاره د سړو خونو په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې کولی شي خپل حاصلات د ډېر وخت لپاره وساتي او د خرابېدو مخه يې ونيسي.


د مطلب کود: 300201

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300201/فاریاب-کې-د-سړې-خونې-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.net