افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د خوست د کډوالو او راستنیدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه. نوموړي دغه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يادې ادارې له مسوولينو سره خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي حقاني وویل، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او زیاته یې کړه، چې د کډوالو چارو وزارت کارکوونکي باید د شرعي اصولو په رڼا کې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او شفافیت ترسره کړي.
د خوست د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس شیخ امان الله د دغه ریاست د دندو په اړه د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره معلومات شریک کړل او د چارو د لا ښه والی په برخه کې یې د وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ایستلو لړۍ دوام لري.