کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو سرپرست وزیر بې ځایه شویو او راستنیدونکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ

17 عقرب 1403 ساعت 15:49

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت خوست ولایت ته د دغه وزارت د سرپرست سفر مبارکي وویله او ویې ویل، چې د دغه سفر په ترڅ کې یې بې ځایه شویو او راستنیدونکو ته د خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د خوست د کډوالو او راستنیدونکو چارو له ریاست څخه لیدنه وکړه. نوموړي دغه ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د يادې ادارې له مسوولينو سره خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي حقاني وویل، چې بې ځایه شویو او راستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کول د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او زیاته یې کړه، چې د کډوالو چارو وزارت کارکوونکي باید د شرعي اصولو په رڼا کې خپلې دندې په صداقت، اخلاص او شفافیت ترسره کړي. 
د خوست د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس شیخ امان الله د دغه ریاست د دندو په اړه د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره معلومات شریک کړل او د چارو د لا ښه والی په برخه کې یې د وزارت مشرتابه ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ایستلو لړۍ دوام لري.


د مطلب کود: 300214

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300214/د-کډوالو-چارو-سرپرست-وزیر-بې-ځایه-شویو-او-راستنیدونکو-ته-خدمتونو-پر-وړاندې-کولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.net