د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د پاسپورټونو د چاپ او وېش بهیر به نن (شنبه، میزان ۱۶) ودرول شي او تر اوسه د دې چاپ موده نه ده ټاکل شوې. وزارت د پاسپورټ له غوښتونکو څخه غوښتي چې تر راتلونکي اعلان پورې چې د وزارت او د پاسپورتونو عمومي ریاست د خبرونو ویبپاڼو له لارې خپریږي د پاسپورتونو عمومي ریاست ته ور نه شي.