رحمت الله فیضان/ له تاوتریخوالي به یې را پیل کړو، د تاو تریخوالي مترادف کلمات سختي، جنګ جګړه او بي رحمي دي او متضاد کلمات یې نرمې، ملایمت، سوله او آرامي ده.
کارپوهان وايي؛ د جمهوري ریاست د شلو کلونو په موده کې هغه کسان چې د خپل ولس او قوم د رهبرۍ دعوه یې کوله او د خپل ولس له ادرسه د دولت لوړو څوکیو ته رسېدلي وو او ډېر واکونه او اسانتیاوې یې په واک کې وې؛ خو د خپل هیواد او خلکو لپاره یې د ودانولو او تر کار لاندې کوچنی کار هم ونه کړ. له همدې امله خلک له دوی څخه لرې شوي او نور یې نه تعقیبوي.
بل فرصت چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته رامنځته شو، هغه د تکفیر له منځه وړل دي. دا کلتور هم د غربیانو له خوا او د امریکا او ناټو د متحدینو او مسلمانو اجیرانو له خوا د هیواد له اشغال وروسته منځته راغی.