د تاوتریخوالي د تعریف په برخه کې راغلي: د یو شخص د جسم، ژوند، ناموس، ملکیت، طبیعی، ټولنیزو او معنوی حقونو، او هویت پر خلاف ګام اخیستلوته تاوتریخوالی او یا خشونت ویل کيږي.
تاوتریخوالی د هغوشومو ټولنیزو پدیدو له ډلي څخه دی چې د انسان له کرکې سره سره چي ترې لري یې د ټولنیز ژوند د تاریخ په ټولو دورو کې د افرادو، ډلو، بنسټونو، ملتونو او دولتونو ترمنځ تعامل او روابط محدوده وي، او د انسانانو ترمنځ لیروالی را منځته کوي.
هغه وخت چي له حضرت آدم علیه السلام او د ده له میرمني حوا څخه په جنت کې لومړنۍ کوچنۍ انساني ټولنه تشکیل شوه د ابلیس د ظلم او فریب له امله چي دوی یې ورسره مخ کړل له جنت څخه وشړل شول همدا راز د حضرت آدم علیه السلام زوی قابیل د شیطاني وسوسې ښکار شو خپل ورور هابیل یې د خپل حرص له امله په ناحقه وواژه ، او تر ټول ستر جنایت یې د خپل ورور په حق کې تر سره کړ، له هم هاغي ورځې را په دې خوا بیا تر ننه نه د انسانانو وېنه ودریده او نه هم اوښکې وچې شوې او له تاریخي اړخه دهمدې تشدد او تاوتریخوالي له پیل وروسته په انساني ټولنه کې د ورانۍ او بغاوت اوج پیل شو.
په اسلام کې د تاوتریخوالي قباحت
په ځمکه کې له فساد او خروج پرته د یو انسان وژل د ټولو انسانانو له وژلو سره مساوي شمیرل کیږي او دا د قرانکریم فیصله ده، په دې اساس انسانان د یو لړ ارزښتونو حاملان دي چي د اسلام نظره له تاوتریخوالي سره مخ کول یې حرام ګڼل شوي دي.
اسلام په خپل راتګ سره هر ډول جنسیتی تفاوت، تبعیض او امتیاز له منځه یو وړل، نارینه او ښځه یې د یو بل مکمل و ګڼل او د دیني مسولیتونو په مقابل کې یې په یوه مرتبه کې را وستل.
الله جل جلاله فرمایې :
ژباړه :
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو لپاره حلال نه دي چې ښځې په زورسره په میراث كې واخلئ او په دې غرض دوى مه منع كوئ (مه تنګوئ) چې تاسو (له دوى نه) له هغه (مال) نه څه برخه (بېرته) واخلئ چې تاسو دوى ته وركړى و مګر دا چې دوى ښكاره بدكار وكړي (نو بیا يې تنګولى شئ) او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېدى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى ایښی وی. (نسا ۱۹)
بدبختانه زموږ په هیواد کې په کوم کې چي موږ ژوند کوو د میرمنو لپاره ډول ډول مجازات جایز او روا ګڼل شوي دي؛ د پلار او خاوند په میراث کې حق نه ور کول کیږي، مهریه چي شرعي حق یې ده ترې اخیستل کیږي، د خاوند په انتخاب کې حق نه ورکول کیږي، ګونډه مجبوره وی چي دوهم خاوند د متوفی خاوند په کور کې انتخاب کړي او یا د عمر ترپایه بې برخه لیک ژوند وکړي، په بدو کې ور کول کیږي، د دین او دنیا زده کړه یې د ځان لپاره عیب او پيغور ګڼي، د فحاشي او بي لاريتوب وسیله یې ګڼي، اقتصادي استقلالیت نه ورکول کیږي، شاقه کارونو ته اړ ایستل کیږي او داسي نوري ناخوالي د میرمنو په حق جایزي شمیرل کیږي.
حقیقت دا دی چي د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه انساني مسله ده او د بشریت ضد جرم ګڼل کیږي، هغه تاوتریخوالی چې په کورنۍ کې رامنځ ته کیږي د دې لامل ګرځي چې کورنۍ یا سسته او یا له ریښو څخه له منځه یوسي او همدا لامل دی چې موږ باید له دې مسلې سره عقلاني او اسلامي برخورد وکړو او خپل تفکر داسي جوړ کړو چي نر او ښځه د عبودیت په مقام کې سره برابر دي، د نارینه په څير جسم او وجود لری، د نارینه په څیر عقل او شعور لري، د نارینه په څیر مستقل انساني شخصیت لري، د نارینه ملکیت نه بلکي د نارینه په لاس کې الهی امانت دی، د تعلیم حق لري، د تجارت او د مالي استقلال حق لري دا ډول تفکر او په عمل کې پیاده کول زموږ ټولنه لوړو انساني او اخلاقي درجو ته پورته کوي.
ظلم او عدالت دواړه له یوه جنس څخه نه دي، همدا راز خشونت او نرمي هم د یو بل په مقابل کې قرار لري نو په دې اساس نر او ښځه، ځوان او زوړ، فقیر او ثروتمند، ریس او مامور مکلفیت لري چي د یو بل پر وړاندي عادل و اوسي او یو پر بل ظلم ونه کړي، د مؤمن چلند او کړه وړه په ګفتار نه بکلي د هغه په عملي ژوند کې با ید منعکس شي، څوک چې پر رحمن ایمان لري باید چي د خشونت او تاوتریخوالي پر ځای د رحمت او شفقت په جامو ځان وپوښي.