د بريتانيا حکومت د سه شنبې په ورځ د دلوي په ۴مه اعلان وکړ چې «۲۰۰ بې سرپرسته کوچني کډوال» چې د حکومت له خوا په يوه هوټل کې ځای پر ځای شوي وو، ورک شوي دي.
د برتانیې حکومت دا هم ویلي چې دا ماشومان "غائب" شوي او پرته له دې چې چاته خبر ورکړي خپل استوګنځي يي پریښي.
رابرټ جینریک؛ د کډوالو د چارو وزیر ویلي دي چې د لادرکه شویو ماشومانو ۴۴۰ پیښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۰۰ ماشومان لا هم ورک دي.
ویل کېږي چې د دغو ورک شویو ۸۸ سلنه يي البانیايي، مصري، هندي، ویتنامي، پاکستاني، ترکیې اوسېدونکي دي او پاتې نور یې د افغانستان دي.
کیرولین لوکاس؛ د زرغون ګوند استازي، چې دا موضوع یې په پارلمان کې پورته کړې، دا پیښه "وحشتناکه" وبلله او ویې ویل چې "دا ماشومان د برتانیا د کورنیو چارو وزارت لخوا پریښودل شوي."
د انګلستان د کورنیو چارو وزارت او محلي شوراګانې یو بل تورنوي، هر یو وايي چې د دې ماشومانو د ساتنې مسؤلیت د بل په غاړه دی.
دا نه یوازې د انګلستان لپاره لوی شرم او سپکاوي پیښه ده، بلکې دا د ټولې غربي نړۍ لپاره ده؛ ځکه هغه غمجن او ټکان ورکوونکی کړاوونه چې پناه غوښتونکو په اروپا او امریکا کې له څه باندې یو کال راهیسې زغملي او لا هم زغمي.
د لويديځ هغه فعاليتونه چې د "ليږدونې عملياتو" په نامه ياديږي، چې په ترڅ کې يې تر سلو زرو زيات افغانان د جمهوريت له ړنګېدو وروسته نورو هېوادونو ته لېږدول شوي، د لويديځو قدرتونو د بشري حقونو په تاريخ کې يو تاريخي داغ دی.
په لومړي سر کې لوېديځ دې پېښې ته په تاريخ کې د بې ځايه کېدو تر ټولو ستر عمليات وبلل، خو ډېر ژر څرګنده شوه، چې له افغانستان څخه په رالېږل شويو کډوالو باندې د مديريت، پلان جوړونې، غير انساني چلند، د نه منلو وړ شرايطو او د غير اخلاقي محدوديتونو لګول دومره بدمرغه وو، چې تاريخي بېلګه يې د شرم او بې نظمۍ، ګډوډۍ په نوم يادېږي.
اوس چې له دې پېښې څه باندې یو نیم کال تېر شوی، اوس هم زرګونه کسان د کډوالو په کمپونو او پوځي اډو کې په خورا بدو شرایطو کې ژوند کوي او په لوېدیځو هېوادونو کې د اوسېدو او یا خوندي ځای ته د رسېدو په هڅه کې دي.
په همدې حال کې د ورکو ماشومانو کیسه د پناه غوښتونکو په اړه د لوېدیځ د تاریخي تېري یو بل اړخ دی، چې تر ټولو لومړی د انګلیس او غربي بشري حقونو ادعاوې ننګوي او په عصري تمدن کې د انسانانو بې ارزښته څرګندوي.
البته، دا د دې ډول یوازینۍ قضیه نه ده. په دې وروستیو کې د هغو یتیمو ماشومانو د برخلیک په اړه چې له اسلامي، اسیایي او افریقایي هېوادونو څخه اروپا ته تللي، په لویدیځ کې د پناه اخیستو په موخه ټکان ورکوونکي او وېروونکي راپورونه خپاره شوي دي. د کلونو په اوږدو کې، په لسگونو زره ماشومان یا د لویدیځ ته په لاره کې ډوب شوي، او اروپا ته د کډوالي په وژونکو اوبو کې د ویمپائر ویلونو لپاره خواړه جوړ شوي، یا د انسان او مخدره توکو قاچاق وړونکو ډلو لخوا، د اعضاوو جرمي تجارت، او د مافیایي شبکو له فزیکي استحصال او جنسي تیري او یا هم په پای کې اروپا ته رسیدلي او په غربي هیوادونو کې د پناه اخیستو په بدل کې د یوه ایډیالوژیک نظام او د ارزښتونو ضد چې د دوی له کلتوري هویت سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي، منلو ته اړ شوي دي.
اوس د لويديځ او بريتانيې د بشري حقونو سازمانونه د لادرکه شويو ماشومانو له لويې رسوايۍ سره مخامخ دي او هغه د هغو کسانو ناوړه برخليک دي چې لويديځ يې د حقوقو د خونديتوب په پلمه خپلواک ملتونه په نښه کوي، ګواښي او تر پښو لاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دا نه ده څرګنده چې د لادرکه شویو ماشومانو لویه دسیسه د بریتانیا او لویدیځ د بشري حقونو په نظام کې څنګه توجیه کیږي. د دې غمجنې کیسې له پېښېدو سره سره، چې د بشریت ضد جنایت یوه ښکاره بېلګه ګڼل کېږي، آیا لوېدیځ بیا هم په بې شرمۍ سره د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په پلمه د ازادو هېوادونو د غندلو، ګواښلو او بندیزونو حق ورکوي؟!