دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي د ايران د اسلامي جمهوريت د رسنيو له استازو، خبريالانو او د رسنيو د کارپوهانو له يوه پلاوي سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان او ايران ترمنځ اړيکې د مشترکاتو له امله نه ماتيدونکي دي. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د نجونو تعلیم د دوی مشروع حق دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې د مناسب چاپیریال په رامنځته ...
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون کې د پاکستان د حکومت دغه چلند یو غیر انساني سیاست بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دغه هېواد دا کار وکړي اسلامي امارت به غبرګون وښيي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، که مسلمانان یو متحد ځواک وای، نو پر فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو به هېڅکله هم برید نه واي شوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلام آباد څخه د پیسو اخیستو په بدل کې امریکايي الوتکو ته د افغانستان پر آسمان د الوتنې د اجازې په اړه د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی او ویلي دی: «دا د دواړو هېوادونو د ورورګلوۍ د روح خلاف دی».
عباس ستانکزی؛ داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال په کابل کې د ايران له سفير د معاون سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: ايران د افغانستان دوست او ورور دى.