دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 300090
د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د ازبکستان د استازي د غونډې تمرکز له افغانستان سره پر بشري مرستو
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي د افغانستان پر وضعیت، د بشري مرستو، په سورکنډریا سیمه کې د افغانانو د ښوونې او روزنې د ګډې پروژې پر دوام خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ازبک رسنۍ خبر ورکوي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشیف او په تاشکند کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) استازي اکیکو فوجي د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو لپاره په تمریز کې د ترانسپورت او لوژستیک مرکز څخه کار اخیستنې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

دواړو خواوو په سورخان دریا سیمه کې د افغانانو د ښوونې او روزنې د ګډې پروژې پر دوام هم خبرې وکړې.

ایرګشیف او فوجي د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره د ازبکستان د اقداماتو د لا زیاتې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې په سیمه کې د ثبات او پرمختګ لپاره له افغانستان سره د ازبکستان د مرستو او له نړیوالو سازمانونو سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو.
https://avapress.net/vdchwvnxv23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته