افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند "ذبیح الله مجاهد" وايي چې په کابل کې د هیوادونو د سفارتونو د پرانستلو په لاره کې هیڅ خنډ نشته او هر هغه هیواد چې وغواړي کولای شي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او د افغانستان د واکمنې ادارې سره باید د ډیپلوماسۍ له لارې اړیکه ونیول شي.
د ښاغلي مجاهد په وینا دا مهال په کابل کې تر ۱۶ زیات سفارتونه فعال دي او امنیت یې هم ډاډمن دی.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې د سفارتونو پرانستل پخپله د هیوادونو په پریکړه پورې اړه لري. که دوی وغواړي چې خپل سفارت فعاله کړي، افغانستان کې هیڅ خنډ نشته او امنیت ورته برابر شوی دی. دا مهال په کابل کې د څه باندې ۱۶ هېوادونو سفارتونه فعال دي او کومه ستونزه نه لري.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېوادونه کولای شي د فشار د لارو چارو پر ځای له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه کوم هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ډیری هیوادونه د افغانستان له واکمنې ادارې سره اړیکي لري او په بهر کې د افغانستان ۳۸ سیاسي ماموریتونه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا اداره کیږي.