افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس طلوع نیوز ته وویل چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې تیر کال د سړې هوا له امله بندې شوې وې، خو سږ کال د دغې لويې لارې د بيارغاونې په برخه کې د شرکتونو له خوا هوکړه شوې ده.
ده زياته کړه: د سړې هوا له امله ددغې پروژې کار ودرول شو. د فواید عامې وزارت په روان کال کې له دریو شرکتونو سره د سالنګ د لویې لارې د اساسي بیارغونې تړون په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې تمدید کړ.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د سالنګ د لويې لارې د بيارغونې د نيمګړتيا په اړه د موټر چلوونکو له خوا نيوکې شوې دي.
د دې لویې لارې د بیارغونې چارې په ۱۴۰۲ کال کې د ټولګټو وزارت له خوا پیل شوې او د تونل دننه د کانکریټي کار، د ۱۶ مې ګالري او د دې لویې لارې د دریمې برخې چارې بشپړې شوې.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د هېواد د لویو لارو په ځانګړي ډول د سالنګ د لویې لارې بیارغونه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ډېره مهمه ګڼي او په معیاري ډول یې پر بیارغونې ټینګار کوي.
د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو څخه ده، چې نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز، جنوب او ختیځ سره نښلوي؛ دغه راز منځنۍ اسیا ته د سوداګریزو توکو په لېږد کې هم مهم رول لوبوي.
څه موده وړاندې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګ د لویې لارې د بیا پرانیستلو پر مهال په نږدې راتلونکي کې د نوي تونل د جوړولو اعلان وکړ او د دې لویې لارې بیارغونه یې د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې مهمه وبلله.