افغان غږ خبری آژانس: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې په دریو نویو جنایتونو کښې ۱۰۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹ نور یې ژوبل شوی دی.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې د «الاقصی طوفان» عملیاتو له پیل راهیسې، په غزې تړانګه کې ۳۷۵۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۵۹۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.