کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۵۵۱ تنو ته لوړ شو

3 سرطان 1403 ساعت 8:53

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه حملو د شهیدانو شمیر ۳۷۵۵۱ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګه کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزې تړانګه کښې په دریو نویو جنایتونو کښې ۱۰۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۶۹ نور یې ژوبل شوی دی.

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷مې د «الاقصی طوفان» عملیاتو له پیل راهیسې، په غزې تړانګه کې ۳۷۵۵۱ فلسطینیان شهیدان شوي او ۸۵۹۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 292309

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292309/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۷۵۵۱-تنو-ته-لوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com