کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد: په کابل کې د کوم هیواد د سفارت د پرانستلو غوښتنه نه کوو

30 جوزا 1403 ساعت 10:39

د اسلامي امارت ویاند دې ته په اشارې سره چې په کابل کې د سفارتونو د پرانستلو په لاره کې هیڅ خنډ نشته، وویل چې افغانستان له هیڅ هیواده د خپل سفارت د پرانستلو غوښتنه نه کوي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند "ذبیح الله مجاهد" وايي چې په کابل کې د هیوادونو د سفارتونو د پرانستلو په لاره کې هیڅ خنډ نشته او هر هغه هیواد چې وغواړي کولای شي په کابل کې خپل سفارت فعال کړي او د افغانستان د واکمنې ادارې سره باید د ډیپلوماسۍ له لارې اړیکه ونیول شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا دا مهال په کابل کې تر ۱۶ زیات سفارتونه فعال دي او امنیت یې هم ډاډمن دی.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې د سفارتونو پرانستل پخپله د هیوادونو په پریکړه پورې اړه لري. که دوی وغواړي چې خپل سفارت فعاله کړي، افغانستان کې هیڅ خنډ نشته او امنیت ورته برابر شوی دی. دا مهال په کابل کې د څه باندې ۱۶ هېوادونو سفارتونه فعال دي او کومه ستونزه نه لري.

هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هېوادونه کولای شي د فشار د لارو چارو پر ځای له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه کوم هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ډیری هیوادونه د افغانستان له واکمنې ادارې سره اړیکي لري او په بهر کې د افغانستان ۳۸ سیاسي ماموریتونه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له خوا اداره کیږي.


د مطلب کود: 292179

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292179/ذبیح-الله-مجاهد-په-کابل-کې-د-کوم-هیواد-سفارت-پرانستلو-غوښتنه-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com