دخپریدو نیټه :شنبه ۲ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 292285
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په پکتيا کې د کتابونو نندارتون پرانيستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د کتابونو د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د لوستلو د کلتور د خپراوي لپاره هڅې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د کتابونو نندارتون پرانیست.

نوموړي د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مطالعې فرهنګ عام کړي او ټولو هېوادوالو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دغه نندارتون کې زياته کړه چې دغه وزارت دخصوصي خپرونو له اسانتياو څخه ملاتړ کوي .

باید وویل شي، چې نوموړي د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د ډیورنډ فرضي کرښې څخه هم لیدنه وکړه.
https://avapress.com/vdcdjx0xkyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته