کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په پکتيا کې د کتابونو نندارتون پرانيستل شو

2 سرطان 1403 ساعت 14:17

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د کتابونو د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې ډاډ ورکړ چې د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د لوستلو د کلتور د خپراوي لپاره هڅې کوي.


آوا - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د کتابونو نندارتون پرانیست.

نوموړي د دغه نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مطالعې فرهنګ عام کړي او ټولو هېوادوالو ته یې د زده کړو زمینه برابره کړي.

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست په دغه نندارتون کې زياته کړه چې دغه وزارت دخصوصي خپرونو له اسانتياو څخه ملاتړ کوي .

باید وویل شي، چې نوموړي د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال د ډیورنډ فرضي کرښې څخه هم لیدنه وکړه.


د مطلب کود: 292285

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292285/د-اطلاعاتو-او-کلتور-وزارت-له-خوا-په-پکتيا-کې-کتابونو-نندارتون-پرانيستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com